د کورمې وتېزو قام د احتجاج په کولو سره د نومبر ۲۱مه د تورې ورځې په توګه یاده کړه

د بګن د خلکو مظاهره - پخوانی انځور

په کورمه کې د وتېزو قبیلې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۲۲مه هغه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې کله چې وسله والو هغلته کانونه وسوځول.

د نومبر پر ۲۱مه، په سلګونو خلک بګن بازار ته وروتلي وو. په مظاهره کې شامل ځايي مشر ملک لعل اکبر چمکني د خپل تقریر پر وخت وويل چې د دوی ، پر سیمه شوی یرغل یو ظلم دی چې پوښتنه یې تراوسه نه ده شوی او بریدګرو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

په کورمه کې په ۲۰۲۴ کال کې د نومبر پر ۲۱مه پر شیعه مسافرو تر وسله وال برید یوه ورځ وروسته، پر بګن سیمه یرغل شوی وو چې پکې مالي او ځاني تاوانونه اوړېدلي وو. هغلته د یرغل پر وخت تر سلو زیات خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې وه او شاوخوا نهه سوه دوکانونه او کورونه سوځېدلي وو.

که څه هم حکومت د ۳۷ وژل شویو تنانو کوورنو ته لس لس لکه روپې، د ړنګ شوو کوورونو بیا ابادولو په ترڅ کې تر ۲۵۰ زیات خلکو سره تر ۵ لکو مرستې ترڅنګ پر ۶۰۰ ړنګ شویو دوکانونو د بیا مرمت کار پېل کړی خو د وتېزو قبیلې خلک وايي دا پوره نه ده. د هغه قام يو مشر حاجي افضل خان اورکزي له مشال رېډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې په دوکانونو او کورونو کې د لوټ شویو مالونو معاوضه دې ورکړل شي.

دا هم وګورئ: په کورمه کې چارواکو له سنیانو او شیعه ګانو د وسلو ټولول پیل کړي دي

هغه زیاته کړه: "په دویم پړاو کې شروع شوی د بازار تعمیر دې زر مکمل شي. تر سلو ژوبل تنانو سره د دريوو لاکو روپيوو امداد شوې وعده دې عملي شي. د کورونو ابادولو په مد کې جاري شوي پر ۴۳ چیکونو بندیز دې ليرې شي. د ړنګ شوي مرکزي جماعت بیا مرمت دې وشي. د پوځي عملیاتو پر وخت ړنګ شویو کورونو سروې دې وشي. د ټالو کونج او په نورو سیمو کې دې هم د کورونو بیا ابادلو په مد کې د مرستې لړۍ پیل شي. د نښتو پر وخت تباه شوی د بجلې نظام دې زر ټیک کړلی شي. د څارويوو لپاره راغلې فنډ دې د شوي سروې مطابق تقسیم شي او نیشنل بینک دې زر فعال شي."

اورکزي دا غوښتنه هم کړې چې حکومت دې "نيول بې ګناه خلک خوشې کړي" او پر چا چې "په غلطۍ کې پرچې شوې دي"، هغه دې هم ختمې شي او پر بګن برید کې مطلوب ۶۰۰ کسان دې ګرفتار او له سیمې دې لویې وسلې ټولې شي.

په کورمه کې پر مسافرو تر بریدونو او جنګونو پس شیعه او سني مشران په خپلو کې د کوهاټ پر سیمه کښېناستل. پر څوارلسو نکاتو اتفاق تر راتلو وروسته، دواړو د امن یوه معاهده وکړله چې تر هغې پس حالات ښه شول. په مظاهره کې شامل د صدې ملک عبدالوالي خان وايي، دوي غواړي چې امن همدغه رنګ پاتې شي خو ځیني عناصرو یو ځلې بیا حالات خرابولو ته لمن وهل شروع کړی.

بلخوا په دې اړه یو انتظامي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په رسنېو خپور شي، مشال رېډیو ته د نومبر په ۲۳مه وويل چې په بګن کې یې ځیني کارونه کړي او ځینې نور پاتې سرته د رسولو لپاره چمتو دي. د هغه په وينا، په سیمه کې چې چا کور پر خپله ځمکه جوړ شوی، هغو ټولو ته یې د بیا ابادولو لپاره پیسې ورکړي خو چې څوک داسي نه شي کولی، د جوړو اصولو او قوانین مطابق هغه تن سره د امداد کولو جوګه نه دي.

د هغه چارواکي په وينا، په سیمه کې یې د نادرا دفتر بیرته بحال کړی خو چې څومره پورې د نیشنل بینک او بجلي نظام فعاله کولو خبره ده، په هغه کې د متعلقه محکمو چارواکو رسمي ویناګانې کړي. چارواکي زیاتوي، په سیمه کې امن یې بیرته قایم کړی او چې څوک یې خرابوي، د هغو پر ضد به قانون کاروايي کېږي.