د معیاري او ډېرې شاعرۍ کولو باوجود منظور چشتي اپرېدي ولې زیات شهرت ترلاسه نه کړ؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
منظور چشتي اپرېدی د خیبر له ممتازو شاعرانو څخه یو دی خو هغومره شهرت یې نه دی ترلاسه کړی څومره چې یې حق جوړېده. د خیبر د ادب نه واقف پښتانه پوهان وايي نوموړی نه یوازې ښه شاعر وو بلکې د نورو ډېرو شاعرانو کلامونه یې هم اصلاح کړي او د ډېرو استاد پاتې شوی دی خو د زیات شهرت نه ګټلو وجه یې دا ده چې نوموړی د روزګار په سلسله کې، له خیبر پښتونخوا نه لرې، د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر په مظفر اباد کې ژوند کاوه او پخپله یې هم له شهرت سره دومره جوړه نه وه.
منظور چشتي اپرېدی په ۱۹۴۹ز کال کې زوکړی او په ۲۰۰۸ز کال کې وفات شوی دی. د هغوی یو کتاب چاپ شوی خو ډېره ناچاپه شاعري یې تر شا پرېښې ده.