افغانستان له هند سره د هوا له لارې تجارت پیلوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت پرېکړه کړې ده چې له هند سره د هوا له لارې تجارت پیل کړي. دواړو غاړو په دې اړه د نومبر پر ۲۱مه هوکړه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې له هغه وروسته تړلې دي چې پر کابل د پاکستان تر برید وروسته د دواړو غاړو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې او له هغه راهیسې یې د تجارت په ګډون ټولې دوه اړخیزې چارې په ټپه ولاړې دي. د رویټرز او فرانسې خبري اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور وګورئ.