د خوست اوسېدونکو ځوانانو ته د کار او زدکړو د شرايطو برابرولو غوښتنه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې ځوانانو ته دې د ټولنې په چارو کې د فعاله ګډون او د کار او زدکړو شرایط برابر کړل شي. په خوست کې د يوې غونډې پر مهال هغوی زياته کړه چې هلته يوشمېر ځوانانو پوهنتونونه لوستي، خو په حکومتي او ناحکومتي ادارو کې د کار کولو شرایط نه دي ورته برابر شوي. بل خوا د طالبانو حکومت مسوولین وايي چې د ځوانانو غوښتنې يې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې او هغوی ورسره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د هوارولو ژمنه کړې ده. ويډيو رپورټ