د پاکستان مرکزي کابینې د اساسي قانون (ایین) د ۲۷مې اییني ترمیمي مسودې منظوري ورکړه.
د پاکستان د قانون مرکزي وزیر اعظم نذیر تارړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د اییني عدالت جوړولو په ګډون په نورو مهمو موضوعاتو د پاکستان پيپلز ګوند او نورو اتحادي ګوندونو ترمینځ موافقه شوې ده.
د نوموړي په وینا د ايین په ۲۴۳مه ماده کې د دفاعي چارو اړوند د بدلونونو وړاندیز شوی چې پکې د فیلډ مارشل تر څنګ د بحري او هوايي ځواکونو مشرانو ته د اعزازي عهدو ورکولو ذکر، په ايين کې شاملول دي. هغه وویل چې د پوځي کمانډ اړوند ټولې چارې به د قانون له مخې تنظیم شي.
د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ دا هم وویل چې واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ (نون) به د ترمیمي مسودې په اړه د مخالفو ګوندونو د باور ترلاسه کولو هم پوره پوه هڅه کوي او هوډ یې ښکاره کړ چې ۲۷م اییني ترمیمي بېل به په درو کې د دوو برخو په اکثریت سره منظور کړل شي.
نوموړي له خبري غونډې وروسته د مجوزه ۲۷م اییني ترمیم مسوده سېنېټ ته وړاندې کړه او د سېنېټ مشر یوسف رضا ګېلاني د نومبر پر اتمه دا مسوده د سېنېټ د قانون او انصاف قایمه کمېټۍ ته وسپارله.
په ورته مهال په سېنېټ کې د حکومت مخالفو ګوند پاکستان تحریک انصاف غړو د اییني ترمیمي بېل د مسودې مخالفت کړی دی.
په ۲۷م اییني ترمیم کې د ایین د ۲۴۳مې مادې له مخې د پاکستان د ګډو مسلح ځواکونو (چیف اف جواینټ سټاف) د کمېټۍ عهده به ختمه شي او د دفاعي ځواکونو د مشر (چیف اف ډیفېنس) نوی منصب به وټاکل شي. د یو وړاندیز له مخې د فیلډ مارشل منصب به هم د امتیاز لرونکي تن تر مرګه پورې ورسره وي.
همدا رنګه په نوي اییني ترمیم کې به د قاضیانو د بدلولو واک د پاکستان قضايي کمېسون (پاکستان جوډیشل کمېشن) ته وسپارل شي. په ۲۷م اییني ترمیم کې د بلوچستان د اسمبلۍ څوکیو د زیاتولو وړاندیز هم شوی دی. همدا رنګه د هغې صوبې د کابینې د حجم د زیاتولو او د مشاورینو د شمېر د زیاتولو وړاندیز هم شوی دی.
د ۲۷م اییني ترمیم په مسوده کې د سېنېټ د ټولو انتخاباتو په یو مهال د ترسره کېدو وړاندیز هم شوی دی.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه د پاکستان قامي اسمبلۍ د هغه هېواد په اساسي قانون کې د ۲۶م بدلون قانوني مسوده منئور کړې وه.