الماس خلیل: د سندرو لپاره مې مسلکي زدکړه نه ده کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتو سندرغاړی الماس خلیل وايي چې د سندرو ویل یې له ټېلېويژن، راډیو او کېسټونو څخه زده کړې دي او په دې برخه کې يې له ښوونکو یا ځانګړې ادارې څخه مسلکي روزنه نه ده ترلاسه کړې. نوموړي له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وویل چې د پېښور په تاکال کې به اوسېدی خو د کلي خلکو یې د فن مخالفت کاوه چې له امله یې د تل لپاره کلي پرېښودو ته اړ شو.