شمالي وزیرستان کې هدفي بريد کې د سرحدي ځواک يو سرتېری وژل شوی

په شمالي وزيرستان کې يو پاکستانی سرتېری له خپل سپي سره د وسلوالو لټون کوي ـ انځور له ارشيفه

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ناپېژندليو وسلوالو د پاکستان د سرحدي ځواک يو سرتېری وژلی دی.

پوليسو او ځايي وګړو مشال راډيو ته ويلي چې نن سهار (د نومبر پر څلورمه) د ميرلي په موسکي بازار کې پټمخو وسلوالو د حيدرخېلو يو کس، چې د سرحدي ځواک (اېف سي) غړی وو، په ډزو وواژه او وروسته وتښتېدل.

تر اوسه چا د هغه بريد ذمه واري نه ده منلې.

پولیس وايي چې د نامعلومه کسانو ضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پیل کړې دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د نومبر پر درېيمه په بنو کې د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر وقار احمد پر ګاډي ناڅرګنده وسلوالو برید وکړ چې نوموړی روغ پکې ووت خو پینځه پوليس سرتېري پکې ژوبل شول.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۳۱مه ناپېژندليو وسلوالو د شمالي وزيرستان د دته خېلو په ممي راغه منظرخېلو کې يو ځايي استوګن ايوب نواز او د هغه دوه زامن سخي زمان او ولي الرحمان په ډزو ووژل او وروسته وتښتېدل.

د اکتوبر پر ۲۸مه بيا پټمخو وسلوالو په ميرامشا کې يو ځايي استوګن د خلکو په مخ کې وواژه او وروسته وتښتېدل.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۲۲مه د شمالي وزيرستان د ميرلي په ايپي سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو په يوه ګاډي کې پر روانو شپږو کسانو لومړی ډزې وکړې او هغوی يې ووژل، او وروسته يې ګاډي ته اور ورته کړ او ټول يې پکې وسوځول.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۱۰مه وسلوالو د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د پولیسو یو پخوانی سرتېری وژلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د نومبر څلورمې پېښه په روان ۲۰۲۵ز کال کې ۲۳م هدفي بريد وو، چې د زياترو ذمه واري يې چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان کې هدفي برید کې ۶ کسان وژل شوي ديشمالي وزیرستان کې هدفي برید کې ۴ ولسي مشران وژل شوي، ۱ ژوبل دید بنو اوسېدونکي وايي وسلوال یې "په سپينه ورځ په سيمو کې ګرځي"په کوز جنوبي وزيرستان کې ځايي ولس د امن لپاره احتجاج کړی دی

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي. د پاکستان حکومت هم په بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوډ ښوولی دی او وايي چې په دې لړ کې یې د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو، خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زياتوالی پکې راغلی دی.