طیب وايي د خوند او ساعت تېرۍ لپاره د "خالص" په نوم لیکنې کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

طیب الله خان طیب د پښتو ژبې داسې شاعر او لیکوال دی چې ځینې سنجیده لیکنې په خپل نوم کوي، خو طنزیه او مزاحیه لیکنې د فقیر ګل خالص په قلمي نوم کوي. د نوموړي دا راز په وروستیو کې په ادبي حلقو کې افشا شو چې طیب او خالص یو کس دی. د همدې له وجې نوموړي د خپلو طنزیه لیکنو پر نوي کتاب "اړنګ دوړنګ" د خالص او طیب دواړو نومونه لیکلي دي. تر اوسه د نوموړي نهه کتابونه چاپ شوي دي. له طیب سره بشپړه مرکه واورئ.