د هند د ښځو کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام وګاټه

د هند د ښځو د کرکټ لوبغاړې د نړیوال جام تر ګټلو وروسته خوشالي کوي - د نومبر دویمې انځور.

د هند د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۵۲ منډو په ماتې ورکولو په لومړي ځل د ۵۰ اووره یا یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام وګاټه.

د نومبر پر دویمه د هند د ممبۍ په لوبغالي کې پایلوبې پچه د جنوبي افریقا د ښځو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

هندیو بیټرانو په ښې توپوهنې (بیټېنګ) لوبه پیل کړه او چې مجموعي منډې ۱۰۴ ته ورسېدې نو سمرېتي مندانا په ۴۵ منډو وسوځېده. تر دې وروسته هم هندیو لوبغاړو ښه بیټېنګ وکړ او په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې یې د اووه وېکټو په زیان ۲۹۸ منډې وکړې.

دا هم وګورئ: د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ لوبې پیلېږي

شفالي ورما ۸۷ او دېپتي شرما ۵۸ منډې وکړې او د جنوبي افریقا ایابونګا خاکا درې لوبغاړې وسوځولې.

په ځواب کې د جنوبي افریقا د ښځو لوبډله په ۴۶م اوور کې په ۲۴۶ منډو وسوځېده. لاورا وولفارډټ ۱۰۴، انېري ډېرکسن ۳۵ او سوني لوس ۲۵ منډې وکړې.

د هند دېپتي شرما پینځه وېکټې واخیستې او د سیالۍ غوره لوبغاړې جایزه یې ترلاسه کړه.

دا هم وګورئ: افغانستان په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه

د ښځو د یو ورځني نړیوال جام سیالۍ د سېپټېمبر له ۳۰مې راهیسې په هند کې روانې وې چې پکې د پاکستان په ګډون اته لوبډلو برخه واخیسته.

د ښځو لومړی ۵۰ اووره نړیوال جام په ۱۹۷۳ز کال کې شوی وو. له هغه وخت راهیسې له ۱۳ جامونو څخه یې اسټرالیا اووه، انګلستان (انګلینډ) څلور او نیو زیلینډ او هند یو، یو جام ګټلی دی.