د خيبر سیاسي مشران او ولسي استازي وايي پوځ د عملياتو پر وخت عام ولس په نخښه کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خيبر سیاسي مشران او ولسي استازي وايي چې پوځ له دوی سره پر کړيو ژمنو عمل نه کوي او اوس هم د عملياتو پر وخت عام ولس په نخښه کوي. دوی زياته کړې چې نور به داسې عملیات و نه زغمي چې عام ولس ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوړي. د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې مېشتو پوځي چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۲مه په تیرا کې په یوه هوایی برید کې د څه باندې ۲۰ بې ګناه کسانو د وژنې پر پېښې بخښنه غوښتې وه خو په وروستيو کې يې ولس ته د مرګژوبلې اړولو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.