خوست، ګربزو او شمل کې يوشمېر پرمختیايي پروژې پیل شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست ولایت په موسی خېلو، ګربزو او شمل کې د یوشمېر استنادي دیوالونو، سربندونو او د اوبو کانالونو د جوړیدو پروژې او خلکو لپاره د بیلابیلو کسبونو او حرفونو د زده کړو برنامې پیل شوې. یادې پروژې چې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام او همدارنګه د خوړو او کرنې ادارې لخوا د نېږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت پلي کېږي، له څلورو میاشتو بیا تر یو کال پورې وخت نیسي. مسوولین وايي، چې په دې پروژو کې به تر یو نیم زر پورې کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه هم برابر شي. د نجیب الله اوخېل وېډیو