افراسیاب خټک: افغان طالبان دې ثابتېدو ته اړتیا لري چې ګواکې د پاکستان لپاره کار نه کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان او افغانستان د چارواکو پلاوي دا مهال په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمینځ د شویو نښتو وروسته د رامینځ ته شوي وضعیت په بېلابېلو اړخونو د ترکیې په استانبول ښار کې خبرې اترې کوي. تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو خواجه اصف او ملا یعقوب په مشرۍ پلاوو د اوربند اعلان کړی وو چې لا هم پر ځای دی. دا مهال د اسلام اباد او پر کابل د واکمنو طالبانو ترمینځ تعلقات تر بل هروخت زیات خراب دي. همدې ته په پام د مشال رېډیو خبریال طاهر خان له سياستوال افراسياب خټک چې د پاکستان او افغانستان پر چارو ژور نظر ساتي، مرکه کړې ده.