شمالي وزیرستان کې هدفي برید کې ۶ کسان وژل شوي دي

په شمالي وزيرستان کې پوځيان په خپل ګاډي کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

پولیس او د استخباراتي ادارو او ضلعي انتظاميې چارواکي وایي چې په شمالي وزیرستان کې په یو وسلوال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

چارواکو زياته کړې چې د اکتوبر پر ۲۲مه د ميرلي په ايپي سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو په يوه ګاډي کې پر روانو شپږو کسانو لومړی ډزې وکړې او هغوی يې ووژل، او وروسته يې ګاډي ته اور ورته کړ او ټول يې پکې وسوځول.

ځايي چارواکي وايي چې د وژل شويو کسانو مړي سوځېدلي او پېژندګلوي يې نه کېږي چې څوک دي.

چارواکي شک څرګندوي چې ښايي دا کسان پوځ ته د معلوماتو ورکولو په تور وژل شوي وي او يا وسلوال وي.

خو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

ځايي خلکو او ځينو چارواکو لومړی انګېرل چې وژل شوي کسان حکومت ته تسليم شوي وسلوال دي، خو مشال راډيو چې کله له حکومت پلوه وسلوالو يا امن کمېټۍ له يو مشر سره تماس ونيو، نو هغه د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې وژل شوي کسان د دوی غړي نه دي.

تر دې وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۰مه وسلوالو د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د پولیسو یو پخوانی سرتېری وژلی وو.

تر هغه وړاندې، د اګست پر ۲۱مه کې وسلوالو په ميرلي کې د پوليسو د ځانګړي ځواک يو غړی په هدفي بريد کې وژلی وو. پر همهغه ورځ وسلوالو له ميرلي بازاره يو کس تښتولی وو او څو ساعته وروسته يې د هغه په ډزو ويشتل شوی مړی له بازار سره نېږدې غورځولی وو.

په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر ۲۲مه پېښه په روان ۲۰۲۵ز کال کې ۲۰م هدفي بريد وو، چې د زياترو ذمه واري يې چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ:

شمالي وزيرستان کې د پوځ پر مرکز بريد کې ۷ سرتېري وژل شوي، ۱۳ ژوبل ديشمالي وزیرستان کې هدفي برید کې ۴ ولسي مشران وژل شوي، ۱ ژوبل دید بنو اوسېدونکي وايي وسلوال یې "په سپينه ورځ په سيمو کې ګرځي"په کوز جنوبي وزيرستان کې ځايي ولس د امن لپاره احتجاج کړی دی

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي. د پاکستان حکومت هم په بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوډ ښوولی دی او وايي چې په دې لړ کې یې د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو، خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زياتوالی پکې راغلی دی.