نامعلومو وسلوالو د بلوچستان اسمبلۍ د غړي رحمت صالح بلوڅ کشر ورور وژلی دی

د پنجګور ښار پخوانی انځور

د بلوچستان په بلوڅ مېشت پنجګور ښار کې نامعلومو وسلوالو د صوبې د اسمبلۍ د غړي او نېشنل ګوند د یو مخکښ رحمت صالح بلوڅ کشر ورور وژلی دی.

د نېشنل ګوند يو مشر سېنېټر جان محمد بليدي مشال رېډیو ته ويلي چې ولید رحمت بلوڅ د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه له خپل کور سره ولاړ وو چې پر موټرسايکل سپرو دوو نامعلومو وسلوالو په ډزو وواژه.

د پنجګور مرستیال کمېشنر عبدالکریم زرکون ځايي خبریالانو سره په خبرو کې د وژنې تصدیق کړی او زیاته کړې يې ده چې وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي دي چې پولیسو يې لټون پیل کړی دی.

هېچا لا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د وژل شوي ولید رحمت بلوڅ مشر ورور عبدالمالک بلوڅ د پنجګور ښارول دی او بل هغه يې رحمت صالح بلوڅ د بلوچستان اسمبلۍ غړی دی.

نېشنل پارټۍ د اکتوبر پر ۱۹مه په بیان کې وژنه غندلې او د مبینه قاتلانو د نیولو غوښتنه يې کړې ده. ګوند ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې د ولید رحمت بلوڅ واده کېدونکی وو. ګوند د هغه د وژنې په غم کې تر درې ورځو پورې د ماتم کولو اعلان کړی دی.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کال کې هم د رحمت صالح بلوڅ پر کور نامعلومو وسلوالو د لاسي بم حمله کړې وه.

په تېره څه دپاسه يوه لسيزه کې تر نېشنل ګوند يوشمېر مهم غړي وژل شوي دي چې ځینې وخت يې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې ده.