د شمالي وزيرستان او بر جنوبي وزيرستان انتظامي چارواکو په هغو ضلعو کې د اکتوبر تر ۲۰مې نېټې ګرځبندیز یا کرفیو لګولې ده.
د شمالي وزيرستان د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د اکتوبر له ۱۷مې شپې ۱۰ بجو څخه به بيا د اکتوبر تر ۲۰مې سهار پورې په هغه ضلع کې پر هر ډول تګ راتګ بنديز وي.
اعلاميه کې راغلي دي چې دا ګرځبنديز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.
ګرځبديز تر هغه وروسته لګول شوی چې د اکتوبر پر ۱۷مه د شمالي وزيرستان د ميرلي په خدي سيمه کې د پوځ پر يو مرکز په وسلوال بريد کې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
د هغې نښتې او چاودنو پر مهال پينځه ولسي وګړي هم وژل شوي ول.
د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش الفرسان محمدي، په خدي کې پر پوځي کيمپ د بريد ذمه واري منلې وه.
بلخوا د بر جنوبي وزيرستان انتظامي مشر عصمت الله هم د اکتوبر پر ۱۷مه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د هغې ضلعې په شرونګي، اسمان منزه ، سپین جومات ، توروام او تیارزه سیمو کې به د اکتوبر له ۱۸مې بيا د اکتوبر تر ۲۰مې د سهار له شپږو بيا د ماښام تر شپږو بجو پورې ګرځبندیز وي.
په شمالي وزیرستان او جنوبي وزيرستان کې تر دې وړاندې هم په وار وار ګرځبنديز لګول شوی چې له امله یې د هغو ضلعو سړکونه تړلي او د خلکو تګ راتګ بند شوی دی.
په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال تر "ضرب عضب" پوځي عملیاتو وروسته په وروستيو کې د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوې ده.
بلخوا ځايي ولس وايي چې ګرځبنديزونو يې ژوند ګران کړی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.