د خوست په پينځو ولسوالیو کې پر ۳۸ رغنیزو پروژو کارونه پیل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د خوست ولایت په پينځو سرحدي ولسوالیو کې د خلکو لپاره پر ۳۸ رغنیزو پروژو کارونه پیل شوي دي. پر یادو پروژو ۱۲۰ مېليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې، اوبو لګولو، کلیوالي خدمتونو او د لارو د جوړیدو په برخو کې ترسره کیږي. ځايي خلک د دې پروژو پیلیدو ته خوښ دي، خو زیاتوي سیمو ته يې په تېرو وختونو کې د جګړو له امله د پام وړ کارونه نه دي شوي او ګڼې ستونزې لري. ويډيو رپورټ