ایاز وزیر د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ د شخړو د هوارۍ غوره لار مذاکرات ګڼي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د شوې ډزبندۍ نن (اکتوبر ۱۶مه) دويمه ورځ ده. د ۴۸ ساعته ډزبندۍ وخت به د اکتوبر پر ۱۷مه د کابل پر وخت مازیګر پینځنيمې او د پېښور پر وخت مازیګر ۶ بجې پوره کېږي. دواړو غاړو تر هغې وروسته د اکتوبر پر ۱۵مه ډزبندي وکړه چې د ځواکونو ترمینځ يې سختې نښتې شوې وې چې پکې دواړو ته مرګژوبله اوښتې وه. په ۲۰۱۲۱ز کال کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو څه موده پس د طالبانو او پاکستان ترمینځ تعلقات خراب شوي دي. دغو خرابو حالاتو ته په پام د مشال رېډيو خبریال طاهر خان د پاکستان له پخواني ډپلوماټ ایاز وزیر سره مرکه کړې ده.