د پيپلز ګوند يو مخکښ او د سيند اسمبلۍ پخوانی سپیکر اغا سراج درانی مړ شوی دی

د سيند اسمبلۍ ودانۍ. پخوانی انځور

د پاکستان پيپلز ګوند يو مخکښ او د سیند اسمبلۍ پخوانی سپيکر اغا سراج درانی په کراچۍ کې د ۷۲ کالونو په عمر کې مړ شوی دی.

دسیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل مېمن د اکتوبر پر ۱۵مه په بیان کې ویلي چې اغا سراج دراني ته يوه مياشت مخکې د مغزو سکته شوې وه چې له امله يې په روغتون کې بستر وو. خو د ده په وینا، څو ورځې وړاندې يې روغتیايی وضعیت لا پسې خراب شو او نن ( اکتوبر ۱۵مه) يې ډاکټرانو د مرګ تصدیق وکړ.

د شرجیل میمن په وینا چې د هغه جنازه نن (اکتوبر ۱۵مه) د سیند د شکار پور ضلعې په کوټ دراني کې کېږي.

اغا سراج دراني له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱۸ زکال او بیا د نوو ټولټاکنو وروسته له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۳۰۲۳ز کال پورې د سیند اسمبلۍ سپيکر وو.

هغه له څلورو لسيزو زياتې مودې راهیسې د پيپلز ګوند فعاله غړی وو. نوموړی په ۱۹۸۸ز کال کې په لومړی ځل د سیند اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو او درې ځلې د سیند صوبې وزير هم پاتې شوی وو.

دپاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د سراج دراني په مړینه خيګان ښوولی دی.