کورمه: د ممکنه پوځي عملياتو له وېرې له عليشيرزو او مسوزو سلګونه کورنۍ وتلې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د عليشیرزو او مسوزو سیمو خلکو کډې کول پیل کړې دي. ځايي مشران وايي، په تېرو دوو ورځو کې سلګونه کورنۍ بېلا بېلو سيمو ته کډه شوې دي. چارواکي وايي چې د سیمې له اغېزمنو سره يې د مرستې لپاره تیاریانې نېولي دي. په منځنۍ کورمه کې حکومت تر هغه وروسته د عملیاتو پرېکړه کړې ده چې د اکتوبر پر اوومه په عليشیرزو کې پر امنیتی ځواکونو په شوي وسلوال برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پوځيان ووژل شول.