وسلوالو د پوځ لپاره ميرامشا ته د خوراکي توکو وړونکو ګاډو ۲ ډرېوران تښتولي او ۱ یې ژوبل کړی دی

د پاکستان په قبايلي سيمو کې د نيمه پوځي ځواک غړي له يو ټرک سره ولاړ دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژندليو وسلوالو د پوځ لپاره د شمالي وزيرستان ميرامشا ته پر خوراکي توکو وړونکو ګاډو ډزې کړې او يو ډرېور يې ژوبل کړی او دوه نور يې تښتولي دي.

د بنو پوليسو د اکتوبر پر ۱۱مه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې وسلوالو هغه وخت پر ګاډو بريد وکړ کله چې د پوځ قافله لا وتلې نه وه.

بيان زياتوي چې ژوبل او تښتول شوي ډرېوران ولسي وګړي دي.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوليت نه دی منلی.

تر دې وړاندې، په بنو کې ناپېژندليو وسلوالو د مروت بېټني اتحاد تښتول شوي درې غړي وژلي ول.

د بنو پولیسو او په مومندخیل سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف یو ځايي مشر معصوم وزیر د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د مروت بېټني اتحاد درې غړي، چې وسلوالو د اکتوبر پر اتمه تښتولي ول، په مرميو سوري جسدونه يې د هغې ضلعې له باران پله سره پر سړک غورځولي دي.

دغه کسان د مروت بیټني اتحاد د مشر انعام مروت عرف ګوړوبي نېږدې ملګري ول.

انعام مروت په سیمه کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد او د ولس د حقونو په نامه تحریک چلوي او وخت په وخت لاریونونه کوي.

د مروت بېټني اتحاد یو غړې اختر ګل بیټني مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر اتمه د دوی څلور غړي تښتولي ول چې يو يې خوشې کړ او پاتې درې يې ووژل.

دا تر هغه وروسته ده چې د خيبر پښتونخوا په بنو کې په درې جلا جلا پېښو کې ناپېژندليو وسلوالو د مروت بېټني اتحاد د غړيو په ګډون نهه کسان تښتولي ول، چې پکې درې يې وروسته خوشې کړل.

د بنو پوليسو رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي چې د اکتوبر پر نهمه سهار مهال وسلوالو د ښار د پاکوالي ادارې (ډبلیو اېس اېس سي) دوه کارکوونکي ګل رحمان او نصيب تښتولي دي.

د بیان له مخې، تر دې یوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر اتمه ماښام مهال وسلوالو د بنو په بکاخېلو کې د ماړي پېټرولییم کمپني لمېټېډ (اېم پي سي اېل) درې ټانکرونه سره له دريو ډرېورانو تښتولي ول، خو د بنو پوليسو مشر سجاد خان د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته په استولي بیان کې ويلي چې وروسته د پولیس چارواکي سلیم عباس کلاچي په مشرۍ يې د پوليسو يوه ډله د پېښې ځای ته ورسېدل او هغوی درې واړه ډرېوران او ټانکرونه ازاد کړل.

دا هم وګورئ:

د بکاخېلو جرګې مشران وايي حکومت دې د امنیت لپاره جدي او کوټلي ګامونه پورته کړيپه بنو کې د یو سوداګر تښتول کېدو پرضد احتجاج شوی دیپه بنو کې وسلوالو د مروت بېټني اتحاد تښتول شوي ۳ غړي وژلي ديد بنو پوليس وايي، تښتول شوي دوه ښوونکي ازاد شوي دي

د ماړي پېټرولییم کمپني لمېټېډ (اېم پي سي اېل) د شمالي وزیرستان په شېوه سيمه کې د تېلو او ګېسو پر پروژه کار کوي چې وړاندې يې هم کارکوونکي تښتول شوي دي.

د پولیسو په خبره، د تښتونې درېیمه پېښه په بنو کې د اکتوبر پر اتمه نېټه شوې چې پکې وسلوالو د مروتو بېټنو د ملي غورځنګ دوه غړي ولي الله او فرمان الله سره له دوو نورو ملګرو وتښتول.

د اکتوبر له اتمې له بنو څخه ۱۳ کسان تښتول شوي دي چې پکې ځینې ازاد شوي دي.

پر دې سربېره په وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکه بنو، وزیرستانونو، جانيخېلو او لکي مروتو کې هم د هدفي بریدونو په ګډون د سرکاري او غیر سرکاري ادارو د کارکوونکو د تښتولو پیښې زیاتې شوې دي.

ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امن لپاره په وار وار جرګې، غونډې او پاڅونونه کړي دي او له حکومت او پوځه يې د امنیت د ټینګښت غوښتنې کړې دي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ويلي چې د وسلوالو پر ضد يې عملیاتو ته دوام ورکړی او په سیمه کې امنیت ساتلو ته ژمن دي.