د خوست د باک ولسوالۍ ولس د زيتون د ونو پيوندولو غوښتنه کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکي د دې سیمې د زیتون (ښوون) د ونو پیوندولو غوښتنه کوي. دوی زیاتوي، یاده سیمه د زیتونو پرېمانه طبعي ونې لري، خو دا چې شنډې دي، نو دوی ته ورڅخه څه ګټه په لاس نه ورځي. بلخوا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دا اړتیا يې له اړوند وزارت سره شریکه کړې او د هغوی مسلکي کسانو د دې ځای، د زیتونو د پیوندولو پر نتیجو څېړنه پیل کړې ده.
ويډيو رپورټ