په خيبر کې ۱۱ پاکستاني پوځيان وژل شوي، يوشمېر ژوبل دي

په خيبر پښتونخوا کې پاکستاني پوځيان او عام وګړي تر وسلوال بريد وروسته ولاړ دي ـ پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې په يو وسلوال بريد کې لږ تر لږه ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو یو چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې نن سهار وختي (د اکتوبر پر ۱۰مه) تياره مهال د تيرا په حیدر کنډاو سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر يوه پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یی دغه مرګژوبله واوښتل.

نوموړي زياته کړه چې وسلوالو په درنو او سپکو وسلو سره پر پوسته بريد وکړ او داسې اندازه لګول شوې چې د هغوی شمېر شاوخوا تر ۱۰۰ تنو پورې وو.

د نوموړي په وينا، هلته موجود د پوځيانو يوې ډلې د ځوابي کاروايي پر مهال د وسلوالو بريد پر شا وتمباوه.

په تیرا بره قمبرخېلو کې یو عیني شاهد، د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د دوی مشران د پېښې ځای ته ورغلل او له امنيتي ځواکونو سره يې د وژل شويو او ژوبلو پوځيانو په راپورته کولو کې مرسته وکړه.

تر دې پېښې وروسته په تیرا کې ګرځبنديز لګول شوی او خلکو ته ویل شوي چې خپل تګ راتګ دې محدود کړي.

چارواکي وایی چې په تیرا کې د پاکستان جنګي هېليکاپټرو پروازونه کړي او د وسلوالو پرضد یې عملیات پراخ کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) لا تر اوسه په دې اړه رسمي بيان نه دی خپور کړی.

د دې پیښې ذمه واری لا چا نه ده منلې.

د خیبر په تیرا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، جماعت الاحرار، حافظ ګل بهادر او لشکر اسلام وسلوالو ډلو غړي موجود دي.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.