په بلوچستان کې درې کان کېدونکي تښتول شوي دي

Pakistan -- Laborers works at a coal mine on the outskirts of Quetta, May 1, 2016

د بلوچستان په مچ سیمه کې پولیس وايی چې نامعلومه وسلوالو د رضا خان کویلې کمپنۍ درې کان کېدونکي د اکتوبر اوومې او اتمې ترمنځ شپې مهال تښتول شوي دي.

پولیس چارواکي محمد دلاور د اکتوبر پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې د تښتول شویو کان کېندونکو د موندولو لپاره یې عملیات پیل کړي ديو خو تر اوسه یې هېڅ درک نه دې معلوم شوی. کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه لا څه نه دې ویلي.

په بلوچستان کې د کارکوونکو د حقونو لپاره فعاله سازمان یونایټېډ ورکرز فېډرېشن په پېښه اندېښنه ښوولې او د تښتول شويو کسانو د ژر موندولو غوښتنه یې کړې ده.

په بلوچستان کې زیاتره وخت د کان کېندونکو د وژنې او تښتونو پېښې کېږي. د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۳مه هم په مچ سیمه کې وسلوالو شپږ کان کېندونکي تښتولي ول.

د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې په مچ سیمه وسلوالو ۱۱ هزاره توکمه کان کېندونکي وژلي ول چې د دې پېښې په نتیجه کې په دغه سیمه کې د څه مودې لپاره د د سکرو په کانونو کې کار بند شوی وو. خو وروسته بیا پولیسو هلته په بېلا بېلو ځایونو کې امنیتي ځواکونه په ځای پر ځای کړل چې ورسره په کانونو کې کار بېرته پیل شو.