تحریک لبیک پاکستان ویلي چې د اکتوبر پر ۱۱مه د احتجاج کولو تر اعلان وروسته یې د پنجاب په بېلا بېلو سیمو کې پولیسو یوشمېر غړي نیولي دي.
دې ډلې د اکتوبر پر نهمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پولیسو یې د غړو او پلویانو په کورونو چاپې وهلې چې غندنه يې کوي. البته دوی د نیول شويو کسانو شمېر نه دی یاد کړی.
تحریک لبیک پاکستان اعلان کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۱مه به په اسلام اباد کې د امریکايي سفارتخانې مخې ته د اسراییلو پرضد احتجاج کوي.
دا هم وګورئ:
کراچۍ کې د یوې مذهبي ډلې قهرجنو کسانو د احمدي ټولنې یو غړی وژلیپه کراچۍ کې د ټي اېل پي او پولیسو ترمنځ نښتو کې یو تن وژل شویاحسن اقبال: هغو ته به سزا ورکول کېږي چې خلک د چيف جسټس وژلو ته پارويپه لاهور کې یو ځايي خبریال مشال رېډیو ته ویلي چې د اکتوبر پر اتمه د شپې ناوخته د تحریک لبیک د غړو او د پولیسو ترمنځ د اخ و ډب پېښې هغه مهال وشوې چې پولیسو د دې ډلې د مشر سعد رضوي د نیولو لپاره د هغوی په مرکزي دفتر چاپه ووهله. د اخ و ډب پېښو پر مهال درې پولیس زخمیان شوي دي.
بلخوا د مشال رېډیو خبریال وايي چې د احتجاج د مخنیوي په خاطر اسلام اباد ته په تلونکو لارو ځای پر ځای کنټېنران اېښول شوي دي.
تحریک لبیک پاکستان یو مذهبي او سیاسي ګوند دی چې په ۲۰۱۵ز کال کې د خادم حسین رضوي لخوا جوړ شو. د بریلوي مکتب فکر دا ګوند د ناموس رسالت قانون د ساتنې او پلي کولو لپاره سخت دریځ غوره کړی او د دې قانون په ملاتړ یې پراخ احتجاجونه کړي دي. ټي اېل پي په پاکستان کې د مذهبي مسایلو په اړه یو فعال رول لوبوي او د خپلو سختو احتجاجونو له کبله پېژندل کېږي، چې زیاتره یې د تاوتریخوالي او شخړو سبب شوي دي.