د خيبر پښتونخوا په بنو کې په درې جلا جلا پېښو کې نامعلومو وسلوالو نهه کسان تښتولي چې پکې درې وروسته ازاد شوي دي.
د بنو پوليسو رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي چې د اکتوبر پر نهمه سهار مهال وسلوالو د ښار د صفايي ادارې (ډبلیو اېس اېس سي) دوه کارکوونکي ګل رحمان او نصيب تښتولي دي.
د بیان تر مخې تر دې یوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر اتمه ماښام مهال وسلوالو د بنو په بکاخېلو کې د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) درې ټانکرونه سره له درې ډرایورانو تښتولي ول. خو د بنو پوليسو مشر سجاد خان د اکتوبر پر نهمه مشال رېډيو ته په استولي بیان کې ويلي چې وروسته د پولیس چارواکي سلیم عباس کلاچي په مشرۍ يې د پوليسو يوه ډله د پېښې ځای ته واستول شوه او هغوی درې واړه ډرایوران او ټانکرونه ازاد کړل. خو البته نوموړي د مشال رېډيو د پوښتنې په ځواب کې دا وضاحت و نکړ چې دغه کسان او ټانکرونه يې څنګه ازاد کړل.؟
دا هم وګورئ:
د بکاخېلو جرګې مشران وايي حکومت دې د امنیت لپاره جدي او کوټلي ګامونه پورته کړيکوز جنوبي وزیرستان کې د شخصي سکول د پرنسپل تښتونې پرضد احتجاجي پرلت دوام لريپه بنو کې د یو سوداګر تښتول کېدو پرضد احتجاج شوی دید ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) د شمالي وزیرستان په شېوه سيمه کې د تېلو او ګېسو په پروژه کار کوي چې وړاندې يې هم کارکوونکي تښتول شوي دي.
د پولیسو په خبره، د تښتونې درېیمه پېښه په بنو کې د اکتوبر پر اتمه نېټه شوې چې پکې وسلوالو د مروتو بېټنو قامي تحریک دوه غړي ولي الله او فرمان الله سره له دوو نورو ملګرو تښتولي دي.
په تېرو دوو ورځو کې له بنو څخه ۱۳ کسان تښتول شوي دي چې پکې ځینې ازاد شوي دي.
د دې سربېره په دې ورستیو کې په جنوبي ضلعو، بنو، وزیرستانونو، جانېخيلو او لکي مروتو کې هم د هدفي بریدونو په ګډون د سرکاري او غیر سرکاري ادارو د کارکوونکو د تښتولو پیښې زیاتې شوې دي.
ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امن لپاره په وار وار جرګې، غونډې او پاڅونونه کړي دي او له حکومت او پوځه يې د امنیت د ټینګښت غوښتنې کړې دي.
حکومت او پوځ په بیا بیا ويلي چې د وسلوالو ضد يې عملیاتو ته دوام ورکړی او په سیمه کې امنیت ساتلو ته ژمن دي.