د بنو پوليس وايي، تښتول شوي دوه ښوونکي ازاد شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې وخت نه وخته د استادانو د تښتونو د پېښو ضد مظاهرې شوې دي. پخوانی انځور

پولیس وايي چې په بنو جانېخیلو او نورو سیمو کې د وسلوالو لخوا په څلورو تښتول شويو کسانو کې دوه د جرګې په هڅو ازاد شوي دي.

پولیسو او ځايي اوسېدونکو د اکتوبر پر اتمه مشال رېډيو ته وویل چې نامعلومو وسلوالو د اکتوبر پر ۷مه د یو سرکاري سکول هېډماسټر په ګډون یو بل ښوونکی او د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام دوه کارکوونکي تښتولي ول.

پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وسلوالو د زندي فلک شیر های سکول هېډماسټر رفیع الله او ښوونکی نثار علي تښتولي وو چې اوس د جرګې په هڅو راخلاص شوي دي. خو دوی واضحه کړې نه ده چې دغه کسان ولې تښتول شوي ول او جرګې په کومو شرطونو له وسلوالو ازاد کړي دي.

پولیسو او د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام یو چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله يې نه غوښتل نومونه يې څرګند شي، مشال رېډيو ته ويلي چې د اکتوبر پر اوومه غرمې مهال د نورړ اېکسچېنج ودانۍ کې د دوی کارکوونکو په بې وزلو کې نغدې مرستې وېشلې چې وسلوالو ورباندې حمله وکړه چې د یو چاراکي په ګډون یې یو امنیتي ساتونکی وتښتاوه. وسلوالو د پروګرام له پیسو وېشونکې ډلې څخه ۲۰ لاکه روپۍ هم وړې دي.

دا هم وګورئ:

د بکاخېلو جرګې مشران وايي حکومت دې د امنیت لپاره جدي او کوټلي ګامونه پورته کړيملک بخمل د وسلوالو له منګولو ازاد شو د اسلام اباد ګڼګوندیزې غونډې له حکومته خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ ضد د "کوټلیو اقداماتو" غوښتنه کړې ده

پولیسو په بیان کې ویلي چې د تښتول شویو کسانو لټون روان دی. کومې وسلوالې ډلې لا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

په تېره یوه میاشت کې د بنو په بېلا بېلو سیمو کې وسلوالو ۱۲ کسان تښتولي چې پکې يې ځینې د جرګې په هڅو ازاد شوي دي.

تر دې وړاندې د سېپټمبر پر ۱۲مه د بنو کېنټ تاڼې په حدودو کې وسلوالو د واپډا پينځه کارکوونکي تښتولي ول چې لا ازاد شوي نه دي.

د سپټمبر پر ۱۱مه د شپې مهال وسلوالو د پوځي چاوڼۍ په حدودو کې د غواګانو له یوه فارمه شاوخوا ۱۳۰ غواګانې او د هغه ځای دوه مزدوران وتښتول چې لا هم لادرکه دي.

د دې سربېره په دې ورستیو کې په جنوبي ضلعو، بنو، وزیرستانونو، جانېخيلو او لکي مروتو کې هم د هدفي بریدونو په ګډون د سرکاري او غیر سرکاري ادارو د کارکوونکو د تښتولو پیښې زیاتې شوې دي.

ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امن لپاره په وار وار جرګې، غونډې او پاڅونونه کړي دي او له حکومت او پوځه يې د امنیت د ټینګښت غوښتنې کړې دي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ويلي چې د وسلوالو ضد يې عملیاتو ته دوام ورکړی او په سیمه کې امنیت ساتلو ته ژمن دي.