امير خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په ۷ ورځني سفر ځي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ټاکل شوې چې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په شپږ ورځني سفر ولاړ شي. نوموړی تر هغه وړاندې، د اکتوبرپر اوومه په روسيه کې د چين ، هند ، ايران او مينځنۍ اسيا د هېوادونو په سرمشريزه کې ګډون کوي. شنونکي هند ته د متقي سفر ډېر مهم بولي او ځينې بيا وايي چې دا په سيمه کې د نويو ايتلافونو د جوړېدو نخښه ده.