د شمالي وزیرستان د میرامشاه د ماچسو او چوټا دته خېل سیمو ولس وايي چې حکومت کلونه وروسته هم ورته د ړنګو کورونو معاوضې نه دې ورکړي.
د دغو سيمو اوسېدونکو د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې په ۲۰۱۷ز کال کې خپلو کليو ته ستانه شوي، د کورونو سروې يې شوې، خو بيا هم د خپلو ړنګو کورونو په معاوضو پسې يو ځای او بل ځای ګرځي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د زرګونو د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.
له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.
د ميرامشا د چوټا دته خېلو اوسېدونکی انور علي خان وايي چې هغوی د شمالي وزيرستان د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د پوځ د مشر دفترونو ته نېږدې استوګن دي، خو په وينا يې، بيا هم هغوی د کورونو غم نه خوري.
دا هم وګورئ:
د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کسانو د مالي مرستو بندېدو ضد احتجاج کړی دید میرامشا بازار دوکانداران وايي ۱۱ کاله پس هم د ړنګو دوکانونو معاوضه نه ده ورکړل شوېد اورکزیو سلګونه اوسېدونکي د ړنګو کورونو او دوکانونو له معاوضو بې برخې ديد جنوبي وزيرستان خلکو يو ځل بیا په پوځي عملياتو کې د ړنګو کورونو معاوضه وغوښتهد پاکستان حکومت تر پوځي عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او کاروبارونو د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه. په هغه ژمنه کې ویل شوي ول چې د چا کور په بشپړه توګه ړنګ شوی وي، هغه ته به څلور لکه روپۍ ورکول کېږي او که د چا کور په جزوي توګه ړنګ وي، هغه ته به ۱۶۰،۰۰۰ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شي. دا ډول د ړنګو شويو دوکانونو د معاوضې پیسې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه نیولې تر ۱،۴۰۰،۰۰۰ روپيو پورې ټاکل شوې وې.
د ميرامشا د ماچسو سيمې يو اوسېدونکی فاروق خان وايي چې د عملياتو پر مهال يې کورونه داسې ړنګ شول چې خښتې او ګاډر يې هم پاتې نه شول، خو بيا هم د هغوی د بيارغولو لپاره معاوضې نه دې ورکړل شوي.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د اغېزمنو خلکو د معاوضو په اړه مشال راډیو ته وویل چې تر عملياتو وروسته د هغې ضلعې بېلا بېلو سيمو ته لکونه خلک ستانه شوي او زياتره کسانو ته د ړنګو شويو کورونو معاوضې ورکړل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، د فنډونو د نشتوالي او د ځينو خلکو د تصديق د عمل سر ته نه رسېدو له امله د هغوی معاوضې پاتې دي، چې دوسيې يې له اړونده ادارو سره شريکې شوې دي.
د کريم په وينا، د فنډونو له راتګ سره سم به پاتې اغېزمنو کسانو ته هم معاوضې ورکړل شي.
د ړنګو شويو کورونو پر مالکانو سربېره د میرامشا بازار دوکاندارانو هم وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. دوکاندران وايي چې د عملياتو پر مهال د هغوی له ۶،۰۰۰ زيات دوکانونه ړنګ شوي چې حکومت او پوځ يې هم پخلی کړی دی، خو شاوخوا ۳،۰۰۰ دوکاندارانو ته لا هم معاوضې نه دې ورکړل شوي.