په رزمک، لکي مروت او جانیخېلو کې ۳ ولسي کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا پولیس په لکي مروت کې د امنیت ساتنې لپاره ولاړ دي - د ارشیف انځور

پولیس وايي په لکي مروت، جانیخېلو او رزمک کې په هدفي بریدونو او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې درې کسان وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د رزمک پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته په یو بیان کې وویل چې تېره ورځ وسلوالو په رزمک بازار کې یو ځايي تن شاه فیاض په ډزو وویشت او بیا وتښتېدل. پولیس وايي د وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې ده.

د لکي مروت پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته په یو بیان کې وویل چې تېره ورځ وسلوالو د نورنګ روغتون یو صحي کارمند خان محمود له کاره کور ته د تلو پر مهال په ډزو ویشتی دی. د نورنګ پولیس وايي د نامعلومو وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې ده.

د پورته ذکر شویو دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

بل پلو د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په ډزو کې یو ځايي ماشوم لګېدلی او وژل شوی دی.

پوځ او وسلوالو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.