بلوچستان اسمبلۍ د ترهګرۍ ضد ځانګړو عدالتوتونو جوړولو منظوري ورکړې ده

د بلوچستان اسمبلۍ پخوانۍ غونډې عکس

د بلوچستان اسمبلۍ د ترهګرۍ په مقدمو کې د قاضيانو، ګواهانو او وکیلانونو د تحفظ لپاره د ځانګړي عدالتونو د جوړولو قانون منظور کړی دی.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه د حکومت لخوا وړاندې شوی قانون په اکثریت سره منظور شو.

د قانون له مخې به د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالتونه جوړېږي چې پکې به د ججانو، وکيلانو او ګواهانو نومونه پټ ساتل کېږي او په مقدمه کې به د جديدې ټېکنالوجۍ استعمال هم کېږي.

په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار ویلي چې د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې موثریت ځکه نشته چې د دوی په وینا، هلته ججان، وکیلان او ګواهان نه یوازې وېره محسوسوي بلکې وژل شوي هم دي.

دا هم وګورئ:

د پاکستان سپريم کورټ پوځي عدالتونو ته پر ملکیانو د مقدمو چلولو اجازه ورکړې ده

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي پر دې مهال په وینا کې وویل چې د ده په وینا په اوسني نظام کې ترهګرو ته سزا ورکول د لېویزو او پولیسو د وس کار نه دي.

ده وویل، "زه په خپله د ترهګرۍ ښکار شوی یم، زما محترمه مشره بې نظیر بوټو د ترهګرۍ ښکار شوې ده، اوس پوښتنه دا ده چې موږ ولې د ترهګرۍ ضد نه درېږو، باید پارلمان را وړاندې شي او تر څو چې پارلمان دا جګړه پرمخ یونسي، موږ دا جګړه نه شو ګټلای."

په منظور شوي بل کې دا هم ویل شوي دي چې د ترهګرۍ ضد دې عدالتونو کې به یوازې ججانو، وکیلانو ، ګواهانو او له مقدمې سره تړلو خلګو ته د ورتګ اجازه وي.

د بل مسوده زیاتوي چې د مقدمو پرمهال به د عدالتي غړو او وکیلانو د خوندیتوب لپاره د پرمخ تللې ټیکنالوژۍ په مټ د دوی د غږ بدلولو بندوبست هم کېږي.

دا هم وګورئ: عمر ایوب: د پوځي عدالت له خوا ولسي وګړو ته سزا نه منو

خو په اسمبلۍ کې د حزب اختلاف غړو د قانون مخالفت وکړ. د جماعت اسلامي د اسمبلۍ غړي مولانا هدایت الرحمن په خپله وينا کې پر قانون تنقید وکړ.

هغه وویل، "عجبه طریقه ده چې د يوه تورن کس خللاف به ګواه عدالت ته وړاندې کېږي خو تورن کس ته به دا هم وي معلومه کې دا ګواه څوک دی.؟ دا به څنګه عدالت وي چې انلایان به وي او ويډيو ریکارډنګ به کېږي. په بلوچستان کې د ناامنيو وجه دا نه ده چې په عدالتونو کې انفارمېشن ټېکنالوجۍ د استعمال نظام نه شته او نه هم ځکه ده چې تورن کسانو ته ګواهان معلوم دي بلکې د ناامنیو خورولو کسان هر چا ته معلوم وي."

د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې مخکښ او قانون پوه ساجد ترین اډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې بل مخالفت کوي. د ده په وینا، په کومو مقدمو کې چې هر څه څرګند نه وي نو هغه د انصاف په تقاضو پوره نشي بلل کېدای.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی په فکر "دا تر ایف سي ار لا هم بدتر قانون دی."

په بلوچستان کې یاد قانون په داسې وخت کې منظور شوی دی چې په ملک کې وار له مخه د ترهګرۍ ضد عدالتونه موجود دي.

د اپوزېشن ګوندونو او د بشري حقونو لپاره کارکوونکو په بیا بیا تور پورې کړی چې د دوی په وینا، د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې له دې عدالتونو څخه ناوړه استفاده کوي او هغو کسانو ته پکې سزاګانې ورکوي چې پر دوی نیوکې کوي. خو نه یوازې یادو ادارې تل داسې تورنه رد کړي بلکې د وخت حکومتونو هم د داسې دریځونو مخالفت کړی دی.