په سیند کې له باران سره تړلو پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سیند صوبې چارواکي وايي په سرښار کراچۍ او شاوخوا نورو سیمو کې باران او ورسره تړلو نورو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي. چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې هغوی له ۴۰۰ زیات کسان چې په اوبو کې ایسار پاتې ول، ژغورلي دي. د زیاتو بارانونو له وجې د کراچۍ ښار په ځینو برخو کې اوبه ډنډ ولاړې دي او د برېښنا او تګ راتګ نظام یې هم ګډوډ کړی دی.
د مشال راډیو خبریال راپور لري.