د اسلام اباد پولیسو د ۳ عیسوي مذهبو مړي موندلي

په کوټه کې عیسوي مذهبه کسان له جسدونو سره لاریون او ماتم کوي - د ارشیف انځور

پولیس چارواکي وايي په سرښار اسلام اباد کې یې د درو عیسوي مذهبو جسدونه موندلي دي.

د اسلام اباد د پولیسو ویاند سیف الله خان د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د ای ناین سیمې په رمشا کالونۍ کې په یوه کور کې دننه جسدونه موندل شوي دي. نوموړی وايي دوی انګیري چې جسدونه د یو پلار، د هغه د زوی او د لور دي.

سیف الله وړاندې وویل، جسدونه پخواني دي او په سملاسي توګه دا ویل شوني نه دي چې د مرګ لامل به یې څه وي؟ د نوموړي په وینا پولیس د پېښې څېړنه کې بوخت دي او له طبي پلټنو (پوسټ مارټم) نه پس به د وژلو شویو کسانو د مرګ د وجې په اړه څه وویلی شي.

د اسلام اباد د پولیسو ویاند سیف الله خان دا تایید کړه چې مړي د عیسوي مذهبو کسانو دي خو مشال راډیو ته یې د دغو کسانو نومونه ونه ښوول او نه یې هم نور جزیات ورکړل.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د اوسېدونکیو لږکیانو مړي همداسې په مرموز ډول موندل شوي دي. پولیس هر ځل وايي چې د پېښې پلټنه کوي.

د ۲۰۲۵ز کال د سېپتېمبر پر ۱۷مه په پېښور پوهنتون کې د دوو عیسوي مذهبو مېرمنو جسدونه په ورته ډول موندل شوي وو. د پېښور پوهنتون د تاڼې محرر غني خان هغه مهال مشال راډیو ته ویلي وو چې په لاله زار کالونۍ کې د ۴۵ کلنې شاهین بي بي او د هغې د ۱۷ کلنې لور کینزا جسدونه له یوې کلیسا سره نږدې موندل شوي دی.

پولیسو هغه مهال هم ویلي وو چې د وژونکو په اړه ورسره معلومات نشته او نه یې هم چا د وژلو ذمه واري قبوله کړې ده خو پولیسو خپلې پلټڼې پیل کړې دي.

د ۲۰۲۵ز کال د اګست پر ۱۱مه کراچۍ کې لږکیو د خپلو حقونو باوري کولو لپاره لاریون کړی وو.

په پاکستان کې هر کال د اګست ۱۰مه د لږکیو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي چې په مناسبت یې په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کېږي.

د اګست پر ۱۰مه په کراچۍ کې د لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره لاریون وشو چې پکې ګڼو مسیحیانو (عیسویانو)، هندوانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ.

د لاریون ګډونوالو وویل، په پاکستان کې اقلیتونه له بېلابېلو اساسي حقونو بې برخې دي، پر مخ یې د تعلیم دروازې تړل کېږي او د ځینو دندو په ترلاسه کولو کې هم له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی تور پورې کړی وو چې په سیند کې لا هم په زور د هندوو نجونو مذهب بدلېږي.

دوی له حکومته د لږکیو د ټولو حقونو د باوري کولو او تر ۱۸ کلنۍ مخکې د ودونو د مخنیوي قانون عملي کړي.

د پاکستان مرکزي او د سیند صوبايي حکومتونو ټینګار کړی دی چې د لږکیانو حقونو ته ژمن دي او د هغوی د سر او مال ساتنه هم د ملک د نورو مذهبونو د غړو په شان لازمي ګڼي.