په نوښار کې بمي برید د یوې کورنۍ پنځه تنه ټپي کړي

د خیبر پښتونخوا د نوښار پولیس وايي هلته د لاسي بم برید د یوې کورنۍ پنځه تنه ټپي کړي دي.

د اکبرپورې سیمې د تاڼې ایس ایچ او فېصل خان د سېپټمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د سېپټمبر پر شپږمه په باجوړ اباد سیمه کې رامنځ ته شوې وه.

دی وايي، نامعلومه کسانو د سردار خان نومي کس کور ته دوه لاسي بمونه غورځولي دي چې یو پکې چاودلی دی.

فيصل خان زياته کړې ده چې په دې برید کې د سردار خان مېرمن، شل کلن زوی، ۱۸ کلنه لور، لس کلن زوی او پنځه کلن زوی ټپي شوي دي.

د پولیسو په وینا، سردار خان د باجوړ دی او له څو کلونو راهیسې د نوښار په اکبرپوره کې ژوند کوي خو له هیچا سره دښمني نه لري.

فیصل خان وايي د دې پېښې په اړه پلټنې کوي. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.