د افغان کډوالو د ټولنې مشر هم له پاکستانه ستنېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له پاکستانه د افغانانو خپل هېواد ته د تګ سلسله روانه ده. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر حاجي راز محمد سلیمانخېل هم خپله کډه بار کړې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست په لومړۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. اسلام اباد وايي، له سېپټېمبر څخه د پي او ار کارډ لرونکو افغانستان ته د لېږد بل پړاو پیلوي. یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډونه لري. پاکستان وايي، د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي. له سلیمانخېل سره بشپړه مرکه وګورئ.