کوز دیر کې وسلوالو د یو سرکاري سکول استاد او د هغه ماشومه لور وژلې ده

د دیر اسبڼ خلکو د ګل اباد سړک تړلی - د اګست ۱۳مې انځور

د خیبر پښتونخوا په کوز دير کې وسلوالو د یو سرکاري ښوونځي استاد او د هغه شپږ کلنه لور وژلې ده.

د اسبڼ سیمې د تاڼې محرر غلام حسین مشال راډیو ته وویل، ښوونکی د اګست پر ۱۳مه سهار له خپلې لور سره پر موټرسایکل ښوونځي ته روان وو چې وسلوالو دواړه وویشتل.

تر دې وروسته د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو له مړو سره احتجاج پیل کړ او تر څو ساعتونو پورې یې د ګل اباد مرکزي سړک تړلی وو.

یو ځايي خبریال شاه فیصل مشال راډیو ته وویل، مظاهرچیانو د پولیسو پرضد نعرې وهلې.

دی وايي، وروسته پولیس چارواکو له مظاهرچیانو سره خبرې وکړې او ورته یې په پېښه کې د ککړو کسانو نیولو ډاډ ورکړ چې ورسره احتجاج پای ته ورسېد.

تر اوسه معلومه نه ده چې استاد او د هغه لور چا او ولې وژلې خو غلام حسین زیاتوي چې مقدمه یې دایره کړې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې په تېرو څلورو کلونو کې د وسلوالو ډلو له فعالیتونو زیاتېدو سره جرمونه هم زیات شوي دي.

په تېرو کلونو کې د صوبې اوسېدونکو د ناامنۍ خلاف لویې مظاهرې کړې دي خو حکومت وايي، امنیت او د وسلوالو ضد مبارزې ته ژمن دی او د خلکو د سر او مال خوندیتوب یې لومړیتوب دی.