د باجوړ مشرانو طالبانو ته ویلي خلک له ناامنۍ په تنګ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د باجوړ مشران هڅه کوي په هغه سیمه کې فعال وسلوال طالبان دې ته اماده کړي چې یاده سیمه دې پرېږدي. جرګې د اګست په لومړۍ نېټه طالبانو ته ویلي، خلک له ناامنۍ په تنګ دي او حکومت د امن د راوستلو لپاره عملیات کوي نو په داسې کې د پوځ او طالبانو ترمینځ په جګړه کې ولس تر تولو زیات زیانونه ویني. مشرانو طالبانو ته واضحه کړې ده چې که د جنګ لاره خپلول غواړي نو بیا دې له ابادۍ لرې غرونو ته لاړ شي. مشران وايي طالبانو یې خبرې اورېدلې دي او ورته یې ویلي دي چې ژر به ځواب ورکړي خو د اګست د دویمې نېټې تر ماښامه طالبانو هغوی ته خواب نه دی ویلی. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.