قبایلي مشران: پخواني کډوال لا نه دي ستنېدلي اوس حکومت نور خلک کډوالوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شمالي وزیرستان مشران وايي د ناامنۍ مخنیوی د حکومت مسوولیت دی خو ددې لپاره دې داسې انتظامات وکړي چې ولس یو وارې بیا کډوالۍ ته اړ نه شي. د جولای پر ۲۵مه په دته خېلو کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د اتمانزیو ملک نصرالله خان وویل، ولسونه هېڅ پراخ عملیات نه مني او نه هم کډې باروي.
د شمالي وزیرستان ترڅنګ د نورو قبایلي سیمو خلکو هم په وار وار ویلي دي چې نور له جنګونو او کډوالۍ ستړي دي، حکومت دې امنیت ټینګ کړي خو خلک دې نه ځوروي.
بل پلو د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته ویلي چې د اتمانزو مشرانو د ممکنه عملیاتو نه وړاندې له حکومت نه دوه میاشتې وخت غوښتی وو چې د امن راوستلو لپاره به له خپلې غاړې هڅې کوي. د نوموړي په وینا د اتمانزو مشرانو او حکومت ترمینځ لا هم خبرې روانې دي او د هغوی ډېرې غوښتنې حکومت منلې دي.
نور حال په دې راپور کې.