د کوټې هوايي ډګر چارواکو بلوڅ ملتپال سیاستوال دوبۍ ته تګ ته نه دی پرېښی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
چارواکو د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او پخوانی اعلاوزیر سردار اختر مېنګل د کوټې له هوايي ډګره دوبۍ ته تګ ته نه دی پرېښی. حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو مېنګل د جولای پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې پر هوايي ډګر کارکوونکو ورته وویل چې نوم یې د پېژندګلوۍ یا شناخت په یو لنډمهالي نوملړ یا لېسټ کې دی نو ځکه له هېواده بهر سفر نه شي کولای. د پاکستان حکومت د هغو کسانو نومونه په هغه نوملړ کې اچوي چې ورباندې په جدي جرمونو کې د ککړتیا شک وي. د روان کال په جون کې په بلوچستان کې یو ولسي مشر عطاالرحمان مېنګل له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوی وو. د پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) منلې وه خو بلوچستان نیشنل ګوند وايي چې پولیسو یې مقدمه د سردار اختر مېنګل د زوی پر ضد دایره کړې. تفصیل په دې رپورټ کې.