د بلوچستان حکومت د ماهرنګ بلوڅې د بند موده بیا وغځوله

ماهرنګ بلوڅه په یوه خبري غونډه کې وینا کوي - پخوانی انځور

د بلوچستان حکومت د جولای پر ۱۸مه د بلوڅانو د یوالي کمیټې د مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅې او د هغې د څلورو ملګرو د بند موده د عامه نظم ګډوډۍ قانون "درې ايم پي او" مادې له مخې د نورو ۱۵ ورځو لپاره غځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جولای پر اتمه نېټه هم یاد عدالت ماهرنګ بلوڅه او ملګري یې د ۱۰ ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلې ول.

د نوموړې وکیل اسرار بلوڅ د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د هغوی غوښتنه وکړه چې پولیس دې عدالت ته راپور وړاندې کړي چې د تېرو ۱۰ ورځو په ریمانډ کې یې له ماهرنګ بلوڅې او له هغې سره د نیولو شویو ملګرو څه ترلاسه کړل؟

د ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې د خوشي کولو لپاره په وار وار احتجاجونه شوي دي.

د اسرار بلوڅ په وینا، پولیسو عدالت ته هېڅ ډول ځواب او په پلټنو کې د پرمختګ راپور وړاندې نه کړلو.

د بلوڅانو د یوالي کمیټې غړې ډاکټر صبیحه بلوڅې د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته په استولي وېډیويي پیغام کې ویلې دي چې د ماهرنګ او د هغې د ملګرو د خلاصون لپاره به یې سوله ییزه مبارزه روانه وي.

د بلوڅ يکجهټي کميټۍ غړې ډاکټر صبيحې بلوڅې په وینا، د جون پر ۲۲مه دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو د بند موده پوره شوې ده خو حکومت هغوی په غير قانونه توګه بيا هم بندي ساتلي دي.

ډاکټره ماهرنګ بلوڅه او د کميټۍ نورو مشرانو بيبو بلوڅه، د هغې پلار غفار بلوڅ، صبغت الله شاه جي، او ببرګ بلوڅ راون کال د مارچ پر ۲۲ نېټه په کوټه کې د پوليسو لخوا ونیول شول او له د درې ايم پي او له مخې د کوټې زندان کې بندي دي.

بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا دا څویم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.

د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) او د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په وار وار د پاکستان له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي دي چې ډاکټره ماهرنګ بلوڅه دې خوشې کړي او د سوله ییزو مظاهره چینانو پر ضد دې له سخت چلنده ډډه وکړي.

د پاکستان حکومت تازه د ماهرنګ بلوڅې د خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي، البته د جون پر ۲۸مه د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته ویلي وو چې حکومت له ماهرنګ بلوڅې او د هغې له ملګرو سره په قانوني ډول چلند کوي او د قانون له مخې اقدام کوي.