له ایرانه ایستل شوي افغانان د سرپناه او روزګار په لټه دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کابل کې له ایرانه د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ شوی. هلته مېشت افغانان وايي، ډېر کلونه په ایران کې اوسېدل او په خپل هېواد کې ځمکه نه لري، نو نه پوهېږي چې چېرې ژوند بیا پیل کړي. دوی داراز، د روزګار موندلو هڅه هم کوي. شاوخوا څلور کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هېواد اقتصاد خورا خراب شوی او د کار موقعې پکې کمې شوې دي. ایران له تېرې میاشتې راهیسې د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک کړی دی. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.