د ماسکو لخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو وروسته د پاکستان نوې هڅې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روسیې د جولای پر درېیمه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندلو. شنونکي وايي، له هغې وروسته اسلام اباد هڅه کوي د کابل د اوسنیو واکمنو سره اړیکې ښې کړي. د ځینو په باور د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو (سیفران) وزارت لخوا د افغان کډوالو د نه ځورولو اړوند پولیسو ته ورکړل شوی فرمان هم د دې لړۍ یوه کړۍ ده. په دې سربېره د جولای په اوومه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال سکرتر سید اسد علي ګیلاني او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي مفتي نور احمد نور ترمینځ په لیدنه کې هم ویل شوي دي چې ترهګري د دواړو هېوادونو لپاره ګواښ دی او پر ضد یې باید په شریکه هڅې وشي. نور حال په دې راپور کې