د کوزه کورمې د شیعه او سني ډلو ترمینځ د سولې تړون وشو

د سني او شیعه ډلې مشران په جرګه کې ګډون کوي - انځور جون ۲۶، کال ۲۰۲۵ز

چارواکي وايي په کوزه کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ د سولې یوه بله معاهده شوې ده چې په ترڅ کې به یې د دواړو خواوو ترمینځ د یوه کال لپاره د سولې ډبره اېښودل شوې وي.

د کورمې مرستیال انتظامي مشر (ډېپټي کمیشنر) عامر نواز د جون پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې دا تړون د جون پر ۲۵مه د بالېشخېلو په پوځي کلا کې وشو. نوموړی وايي دواړو خواوو ورسره منلې ده چې چې د تړون پر مهال به دواړه لوري پر یوبل بریدونه نه کوي او د سیمې د امنیت په بحالۍ کې به له حکومت سره مرسته کوي.

دا هم وګورئ: په کورمه کې بمي چاودنو کې ۴ کسان وژل شوي ۴ نور ژوبل دي

د شیعه او سني دواړو ډلو مشرانو د سولې د ترسره شوي تازه تړون په اړه مشال راډیو ته ویلي چې مني یې او هڅه به یې وي چې د سولې لپاره په شریکه کار وکړي.

د سولې دا تړون د شیعه ګانو د بالېشخېلو او ابراهیم زو او د سنیانو د خوارکلي، میرو کاڅ، غلجو مېلې او ډنډ پټي او نورو کلیو د خلکو ترمینځ شوی دی.

دا هم وګورئ: د کورمې خلک وايي د ټل - پاړه چينار لارې بندیدو له وجې رشوتونو او اضافي پيسو ورکولو ته مجبوره دي

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

دا هم وګورئ: د خرلڅیو لاره له اووه میاشتني ځنډ وروسته بيا پرانیستل شوې ده

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.