ولسمشر ټرمپ وايي، په دوو اوونیو کې پرېکړه کوي چې پر ایران برید وکړي که نه

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به "په دوو اونیو کې" پریکړه وکړي چې د اسراییل او ایران په شخړه کې نېغ په نېغه ښکیل شي او که نه؟

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جون پر ۱۹مه ناوخته د خبري غونډې پر مهال د ولسمشر ټرمپ خپل پېغام ولوست.

د ولسمشر ټرمپ په دې پېغام کې راغلي چې " د دې حقیقت پر بنسټ چې له ایران سره د خبرو لپاره د پام وړ چانس موجود دی چې ممکن په نږدې راتلونکي کې ترسره شي یا نه، زه به خپله پریکړه وکړم چې ایا په راتلونکو دوو اونیو کې لاړ شم که نه."

د امریکايي ولسمشر په دې تازه څرګندونو کې د ایران او اسراییل په جګړه کې د ممکنه "نېغ په نېغه" ښکېلتیا د څرنګوالي په اړه وضاحت نه دی شوی.

د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې پخلی کړی چې له اسراییل سره یې د هغو مرمیو په شنډولو کې مرسته کړې چې ایران ور توغولې وې خو د دوی په وینا تر اوسه په دې جګړه کې ښکېل شوي نه دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې کله د جون پر ۱۶مه کاناډا ته تلی نو یې د خبریالانو د یو پوښتنې په ځواب کې د سراییل او ایران ترمنځ په روانه جګړه کې د ښکېلېدو ته اشاره کړې وه.

هغه ویلي وو، " موږ تر اوسه په دې جګړه کې ښکېل نه یو خو امکان یې شته."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ټرمپ: د اسراییل او ایران په جګړه کې ښکېل نه یو خو امکان لري

د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د اروپا د درو سترو هیوادونو، برتانیا، فرانس او جرمني ډپلوماټ د جون پر ۲۰مه په جنېوا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیده کاته کوي.

د سپېنې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جون پر ۱۹مه خبري غونډې ته وویل، ولسمشر ټرمپ له تهران سره د سفارتي حلارې ملاتړ کوي خو د دې په وینا، "د نوموړي اصل هدف د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې ایران نشي کولای چې ایټمي وسلې ترلاسه کړي."

نوموړې د ولسمشر ټرمپ هغه دریځ بیا تکرار کړ چې په ممکنه هر ډول تړون کې به دا شامل وي چې ایران به یورانیم نه غني کوي او ایټمي وسلې به نه جوړوي.

ایران ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی او ډیری وختونه یې د یورانیمو د بډاینې خبره رد کړې ده. خو امریکا او اسراییل دا ورسره نه مني او وايي چې ایران د ایټمي وسلو جوړولو په لټه کې دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایران او اسراییل د یو بل پر ضد بریدونو ته دوام ورکړی دی

بل پلو د اسراییل وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو پر ټلویزیون په خپره شوې وینا کې ویلي چې که څه هم دوی په یوازې ځان د ایران د ټولو ایټمي تاسیساتو په نښه کولو وړتیا لري خو د ده په وینا، بیا هم "ټولو مرستو ته هرکلی وایي."

نوموړي زیاته کړې، "ولسمشر ټرمپ به هغه څه کوي چې د امریکا په ګټه وي او زه هغه څه کوم چې د اسراییلي ریاست په ګټه دي."

اسراییل ویلي د تهران اټومي او بېلسټک توغندیو خطر به له منځه یوسي. دا له هغه وروسته ده چې د ایران په هیوايي بریدونو کې هلته یو روغتون لګېدلی دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د روغتون یوې څانګې ته سخت زیان رسیدلی، او لږ تر لږه ۴۰ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د ایران له اسلامي انقلاب ساتوي ځواک سره تړلي خبري اژانس تسنیم د یاد ځواک له خولې خبر ورکړی چې په دې برید کې "سوروکا طبي مرکز ته نږدې د اسراییلو پوځي او استخباراتي مرکزي دفتر په نښه شوی."

د اسراییل له خوا د جون پر ۱۳مه پر ایران برید پیل شوی وو او د جون تر ۲۰مې پکې دواړو غاړو ته د پراخې مرګ ژوبلې ادعاوې شوې دي.