د نیویارک یو عدالت یو پاکستاني وګړي اصف حفیظ ته د ۱۶ کلونو د بند سزا واوروله.
دغه تن پخوا د سرو زرو کاروبار کولو، په لندن کې تر درو کلونو پورې د پولو لوبې د یو مشهور کلب سفیر وو او د برتانیا د شاهي خاندان له ځینو غړو سره یې راشه درشه لرله.
راپورونه وايي ۶۶ کلن اصف حفیظ د پردې پرمخ ظاهراٌ دغه کارونه کول خو د پردې تر شا په پټه یې د مخدره موادو د قاچاق کاروبار کولو. امریکايي چارواکي وايي نوموړی د نړۍ یو له مشهورو کسانو څخه دی چې د مخدره موادو کاروبار یې کاوه.
دا هم وګورئ: ټرمپ وايي د پاکستان یو سوداګریز پلاوی راتلونکې اونۍ واشنګټن ته ورځيد اصف حفیظ په اړه ویل کېږي چې په لندن کې به یې له خپل کور نه د مخدره موادو د قاچاق پاچاهي چلوله او په هم دې وجه یې د جرمونو په نړۍ کې د سلطان په نوم شهرت خپل کړی وو.
ده له پاکستان او هند نه په زرګونو کیلوګرامه هیروین، میتا فیتامین، چرس او نور ورته نشيي توکي اخیستل او د خپلې پټې شبکې له لارې به یې په ټوله نړۍ کې پلورل.
خو په ۲۰۱۷ز کال کې د برتانوي او امریکايي ادارو په ګډو هڅو اصف حفیظ ونیول شو او په ۲۰۲۳ز کال کې برتانیې هغه امریکې ته په لاس ورکړ. نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې د خپل جرم اعتراف وکړ.
دا هم وګورئ: د امريکا ولسمشر وايي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دید جون پر شپږمه د نیویارک عدالت اصف حفیظ ته د ۱۶ کلونو د بند سزا واوروله. دا چې نوموړی له ۲۰۱۷ز کال راهیسې په حراست کې دی نو د بند موده به یې په ۲۰۳۳ز کال کې پای ته رسېږي.
بي بي سي لیکي چې اصف حفیظ د ۱۹۵۸ز کال په سېپټېمبر کې د لاهور په یوې متوسطې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. نوموړي وروسته په دوبۍ او لندن کې د یو کاروباري شخصیت په توګه ژوند او کار پیل کړی وو.