بلوچستان: د رستورانونو مالکان په بشپړ ډول د کاروبار پرانیسته غواړي

په بلوچستان کې د رېسټورانونو مالکان وايي د جولای په ۱۴مه به د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي او غواړي حکومت پرې لګيدلي بندیزونه په بشپړ ډول ليري کړي.

دوی د جولای پر ۱۳مه د احتجاج پر مهال وويل چې حکومت نور ټول کاروبارونه پرانستي دي خو ریسټورانونه او د ودونو هالونه لا هم تړلي دي چې بايد پرانيستل شي.‌

د بلوچستان صوبایي حکومت وایي د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه یې په رېسټورانونو او ښادي هالونو کې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان اسمبلۍ نن د اپوزېشن په غوښتنه رابلل شوې غونډه کې پر کورونا ، د بجلۍ کمي او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث کوي.

د جولای تر ۱۴مې پورې په بلوچستان کې ۱۱۱۹۲ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي. ۱۲۶ ترې مړه شوي خو ۷۸۱۲ ترې رغيدلي دي.
د پاکستان حکومت ویب سایټ

د بلوچستان د سوداګرو اتحادیې له خوا د جولای په ۱۳مه شوی لاریون د ښار د بیلا بیلو برخو څخه دتیریدو ورسته دکوټي پرمنان چوک په یو پرلت بدل شو. دهرنې يا پرلت ته په خپله وېنا کې د سوداګرو مشرانو وویل چي په الوتکو او اور ګاډو کي خلګو ته د سفرکولو اجازه سته خو په هوټلانو کي خلګو تهد خوراک لپاره د ناستې اجازه نه ورکول کيږي.

په دې ترڅ د پښین د هوټلونو د اتحاديې مشر ملک بهادر خان وويل چي د دې عمل له وجې دوی د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.‌ نوموړي زیاته کړه: ((موږ د صوبايي حکومت پر لارښوونو عمل کوو خو بيا هم اجازه نه راکول کېږي چې خپل کاروبار پرانيزو. موږ ته دې اجازه راکړي چې موږ پر هوټلونو خپل کاروبارونه او روزګار پېل کړو. د هوټلونو خاوندان ټوکر ټوکر دي. حکومت راسره کومه مرسته نه ده کړې او اوس یې د کاروبار په رابندولو سره نور هم کار راخراب کړی دی.))

په پاکستان کې بلوچستان لومړی هغه ځای دی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره پکې اقدامات شوي وو. دلته له ايرانه د ورتلونکو خلک د قرنطين لپاره په مارچ مياشت کې په تفتان کې يو کمپ جوړ کړی وو چې خلک به پکې د ۱۴ ورځو لپاره ساتل کېدل او تر ټيسټ‌وروسته به خپلو خپلو سيمو ته پرېښودل کېږي.

د کوټې مظاهره

تر هغې وروسته په بلوچستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره کاروبارونه وتړل شول. د جولای په ۱۳مه په کوټه کې شوې مظاهره کې د دې ښار د هوټل یو مالک سمیع الله خان وويل چې په کوټه کې د هوټل مالک سمیع الله وايي په کوټه کې یو تاجر هم داسې نه دي پاتې شوي چې هغه تر اغیزلاندې نه دی راغلی.

د مظاهرې پر مهال د حکومت څخه غوښتنه وشوه چې حکومت دي په رستورانونو کې خلکو د ناستې د اجازې سره سم ښادي هالونه هم خلاص کړي ځکه چې تیرو څلورمیاشتو راهیسې د ښادي هالو د بندش څخه مالکانو ته په کروړو روپۍ مالي زیان اوښتي او په سلګونه مزدوران د بې روزګارۍ سره مخ دي.

د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره د ګڼې ګوڼې کمولو ضروري دي
د بلوچستان حکومت

د انجمن تاجران بلوچستان سرمنشي الله داد ترین زیاتوي: ((له کله راهیسې لاک ډاون شروع شوي دي له هغه وخت راهیسې د ودونو ښادي هالونه بند پاتې دي. بل ریستورانونو کې د مېلمنو کښېناستلو ته اجازه نشته. دوی وايي‌ چې يوازې د خلکو کورونو ته ډوډۍ ورلېږئ. هغه شيان دلته په کوټه کې نشته.))

د بلوچستان حکومت وايي‌ دکورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره ضرور ده چې د خلکو له ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي. د بلوچستان حکومت وياند، لیاقت شاهواني د جولای په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل د کورونا وایرس له امله ایالتي حکومت تر دم ګړۍ پورې د ودونو لپاره دښادي هالو دخلاصولو یا هم په هوټلونو کې خلکو ته د ناستې د اجازې په اړه څه پرېکړه نه ده کړې.