د بلوچستان حکومت وايي د ټولبند له کبله کورونا ۱۷ فیصده کمه شوې 

د بلوچستان اسمبلۍ

کوټه - د بلوچستان حکومت ویلي دي چې په صوبه کي د کورونا وایرس د ناروغانو کچه مخ پرکمیدو روانه ده او د دې یوه لویه وجه پر ټولبند عمل کول دي.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جولايي پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د پخوا پرتله د کورونا وایرس د نویو پیدا کېدونکو ناروغانو شمېر ۱۷ فیصده کم شوی دی.

ده وویل چې که د راتلونکي لوی اختر پر مهال په بازارونو کې د کورونا د مخنیوي لپاره پر ورکړل شوو لارښونو عمل ونه شو نو دوي‌ به دې ته اړ شي جې ټولبند نور سخت کړي.

ده وویل چې د اختر لپاره د څارویو اخیستو په ځایونو کې که چېري پر لارښوونو عمل ونه شو نو کورونا لا پسې ډېرېدای شي.

ده وویل چې د اختر لپاره د سودا اخیستو له کبله په بازارونو کې هم د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېدای شي او هلته هم پر لارښونو عمل ضروري دی.

لیاقت شاهواني وویل چې که په دې ځایونو کې پر ایس او پیز په سمه توګه عمل ونه شو نو د کورونا د ناروغۍ دا کښته روان حالت بیا پورته کېدای شي.

ده وویل چې که په اختر کې ولس پر حکومتي‌ لارښوونو عمل وکړ او کورونا کمه شوه نو به په ټولبند کې نوره هم نري وکړي.

ده وویل چې که چېري ناروغان زیات شو نو بیا به نه سکولونه خلاص شي او نه به هم مارکېټونه او نور داسې ځایونه.

د کوټي تجارواو د کاندارانو د حکومت پر دې خبره ناخوښي ښودلې ده او وايي‌ چې حکومت په خپله پر ټولبند عمل نه کوي.

د بلوچستان د تجارو داتحادې سرمنشي الله داد ترین وايي که حکومت و دوي ته د کاروبار وخت ورزیات کړي نو به په دکانواو مارکیټونو کي رش نه جوړیږي.

ده وویل ، “زموږ له حکومت څخه غوښتنه ده چې په سم دستي توګه دې وخت د شپې تر ۱۰ بجو وغځوي هغه ځکه چې څومره وخت پراخ وي‌ هغومره به خلک سره بېل وي او چې څومره کم وي هغومره به سره راغونډ وي.”

سوداګر وايي چې ښادي هالونه لا هم تړلي دي چې له کبله یې د دوي په وینا مالکان له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوي وايي چې که د روانې میاشتې تر ۱۳مې دا کاروبار خلاص نشو نو د جولايي پر ۱۴مه به د اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سپیکر د اپوزېشن په غوښتنه د جولايي پر ۱۴مه د اسمبلۍ غونډه رابللې ده.

په دې غونډه کې به د کورونا تر څنګ پر یو شمېر نورو مسلو بحث کېږي.