په کوټه کې د اجمل خټک لسم تلین ولمانځل شو

اجمل خټک د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په اوومه له نړۍ سترګې پټې کړې.

کوټه ـ عوامي نیشنل ګوند د سیاست وال، لیکوال، شاعر او د هغه ګوند د مخکښ اجمل خټک لسم تلین ولمانځلو.

په غونډه کې لسګونو کسانو برخه واخېسته چې پکې محصلین او د ګوند ځیني ځايي مشران هم شامل وو.

په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند مرستیال مشر ارباب فاروق غونډې ته د وینا پر مهال وویل، اجمل خټک د باچاخان او ولي خان په شان په خپلو اصولو ولاړ سړی وو.

هغه وړاندې وویل:

"زموږ مشرانو په داسې وخت کې دا تحریک چلولی چې ډېر سخت حالات وو، هغوی ته چا پنا نه شوه ورکولی، ګینې حکومت هغوی هم زندان ته لېږل."

ارباب فاروق وايي، د باچا خان نه پس د عبدالولي خان او اجمل خټک غوندې د مشرانو مبارزه وه چې نن عوامي نیشنل ګوند په قامي او صوبايي اسمبلیو کې غړي لري، د دغه ګوند د مشرانو په نوم هوايي ډګر، روغتون او پوهنتونونه جوړ شوي دي.

غونډې ته د یاد ګوند یو بل غړي جمال الدین رښتیا وویل، د باچا خان، ولي خان او د اجمل خټک د لارې لارویان نن هم په پاکستان کې د حکومت او پوځ لخوا ځورول کېږي.

هغه د بلور کورنۍ یادونه وکړه چې ګڼ مشران یې په تېرو څو کلونو کې ووژل شول. نوموړی زیاتوي د هغوی د ګوند د مشرانو او پلویانو غوښتنه د امن د راوستلو ده چې پکار ده نورو هم بدرګه کړې وای نه دا چې په لارو کې یې خنډونه واچول شول.

اجمل خټک د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په اوومه له نړۍ سترګې پټې کړې وې.