نړیواله ټولنه دې د ایران او امریکا ترینګلتیا کمه کړي: اڅکزی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غږ کړی دی چې نړیواله ټولنه دې د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې پر سر د تهران او واشنګټن د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي. ده د جنورۍ پر پېنځمه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، د ترینګلتیا زیاتېدل ټوله سیمه ګواښي. اڅکزي همداراز پر پارلېمان غږ وکړ چې په پوځي قانون کې دې د پوځ د مشر دندې غځول نه منظوروي. ویډیويي رپورټ.