کوټه - د بلوچستان د مسلم باغ په کان مهترزي کې په ایرانیو تېلو یار ډاټسن او د سپرلیو بس ټکر شوی دی چې پکې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه د ډېسېمبر ۱۳مې پر سهار شاوخوا پېنځه بجې شوې ده.
د کلا سیف الله انتظامي مشر عتیق الرحمان شاهواڼي مشال راډیو ته وویل، په ډاټسن کې پېټرول ول چې د ټکر له وجې یې اور واخیست.
دی وايي ډاټسن کلاسیف الله ته پر لار وو چې له ملتانه راروان مېختر کوچ سره یې ټکر وخوړ. د شاهواڼي په وینا په بس کې څلور کسان او یو د ډاټس ډرایور وژل شوي ډي.
مرستندویانو او ژغورندویانو د پېښې مړي او ژوندي کسان کوټې ته رسولي دي.
له پېښې روغ راوتي یوه تن ګل محمد چې د چمن اوسېدونکی دی، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دی ډېره غازیخان ته تللی وو او پرون (پنجشنبه) له هغه ځایه په شپږ بجې له ملتان راتلونکې دغه کوچ کې رارون شوی دی.
د نوموړي په وینا: (د بس او ډاټسن د ټکر په وخت ویده وم او نه یم پرې پوهېدلی خو وروسته خلکو راته وویل چې ډاټسن د جنګېدو پس تر پله لاندې اېله شو او پټرولو پکې اور واخېست، دغه وخت هوا ډېره وه ځکه یې د سر زیان ډېر ورسولو. ما له بسه ټوپ کړل، لاندې د بس هغه بلې خوا ته ولاړم، اور لګېدلی وو. سیلۍ چلېدله، واوره اورېدله. ځان مې بچ کړ.)
دی زیاتوي، زیاتره کسان سوي دي نو ځکه یې د ډي اېن اې معاینې له لارې پېژندګلوي کوي.
تر پېښې وروسته، د سیمې خلک، د ژغورنې ادارو کارکوونکي او پولیس چارواکي سیمې ته رسېدلي دي.
د لېویز ځواک یوه افسر محمد هاشم په وینا، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په بس کې څومره کسان سپاره ول.