کوټه ـ د اکتوبر پر ۱۲مه د کوټې پریس کلب مخې ته لسګونو کسانو د پولیسو د ګرځنده ټولي "ایګل سکواډ" ضد مظاهره وکړه.
دوی ویل چې د پولیسو هغه ټولي د کوټې پر یو اوسېدونکي حاجي محمد ابراهیم تشدد کړی دی.
مظاهره کونکیو وویل چې د ایګل سکواډ پولیس هره ورځ په کوټه ښار کې خلک ځوروي.
یو مظاهره کونکي عبدالرشید وویل، څو ورځې وړاندې حاجي محمد ابراهیم له کویته کوټې ته ورغلی وو چې د ایګل سکواډ سرتېرو ورباندې تشدد وکړ.
مظاهره چیانو د بلوچستان د وزیراعلی او د کورنیو چارو له وزیره د پولیسو د دې ټولي خلاف د اقداماتو غوښتنه کوله.
د بلوچستان د مرکز کوټې د پولیسو له مشر عبدالرزاق چیمه سره مشال راډیو په دې اړوند د خبرو هڅه وکړه خو اړیکه ټینګه نه شوه.
خو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د هغې پېښې راپور غوښتی او د ککړو کسانو خلاف به قانوني کارروايي وشي.